تجلیل از نود و پنجمین سال تولد شخصیت برجسته دموکرات ومشروطه خواه افغانستان شاد روان برات علی تاچ


دافغانستان په معاصر روښانفکرى غورځنگ کى دتاچ دریځ


محمد اکبر کرګر

درنو دوستانو او دملي شخصيت براتعلي خان تاچ مينه والو!
سلام پر تاسو! بده به نه وي چې خپله ليکنه دافغان روښانفکرانو په باب دسيمي ديوه وتلي ليکوال دناوړه قضاوت دسپيناوي په باب پيل کړم ۔ ځکه ديوه منلي شخصيت يادونه موږ ته دا الهام راکوي چي د خپلو سننو اوتاريخ څخه دفاع وکړو ۔ په دې باب يو بشپړ څيړنيز کار ته اړه ده ۔ خو زه به لنډي خبري وکړم اوبشپړ ه څيړنه به په مناسب وخت کي ترسره کړو ۔

درنو دوستانو ۔ مشرانو!
دایران وتلى لیکوال جلال ال احمد په خپل یو ه اثر کى چې« درخیانت وخدمت روشنفکران» نومیږى ٬ دسردار هاشم خان په څیر د افغان روښانفکرانو په تیرو مبارزو سترگې پټوي اوپه افغانستان کې روښانفکري نهضت په نیمگړى اوبې مالوماتو توگه ارزیابي کوي لیکي :
« واما افغانهاکه ناله شان عین هواى مرتفعات هندوکش سرد است وبازى را تازه از اول شروع کرده اند !یعنى روشنفکران بازى را باکشف حجاب بازى شروع کرده اند ! وبا اینکه بنگاه فرانکلین امریکایى ها تادوسه سال پیش کتابهاى درسى شان را یکسره درتهران چاپ میکرد٬ براى خودشان پشتو بازى هم اورده اند تا روشنفکر محتمل اینده ى افغان دیوار دیگرى از عدم تفاهم با همسایگان خود داشته باشد ۔» ۱۰۸ مخ « درخدمت وخیانت روشنفکران ج۔ الاحمد »
دجلال ال احمد په څير ليکوال څخه هيڅکله دا توقع نه کيږي چې خپل ځان روښانفکر وبولي او د نورو روَانفکرانه هلي ځلي « پشتو بازي» وبولي ۔ خو گيله تري ځکه نشته چې دغه ښاغلې دافغانستان دفداکارو روښانفکرانو له مبارزو څخه هډو خبر نه دي ۔ څه دهغه خپل تنگ اوتاريک ذهنيت جمع دهغه بې مالوماتي سبب کيږي چې ووايي پشتو بازي ۔
خو «خرې درپوست شير يا شيرعلم» دليکوال دخبرو په اړه باید ووایو چې اى کاش چې دغه تیز ذهنه لیکوال هم لږ څه ځان ته کړاو ورکړى واى اودافغان روښانفکرانو څه که سنتى و یعنى له مدارسو راپورته شوى و اوکه له حبیبى مکتب څخه راپورته شوي و له کارنامو اوسرسختو مبارزو يي ځان خبر کړى واى .
څرگنده ده چې په افغانستان کې په واقعي مانا مدرنیزم دروښانفکرى غورځنگ په تعقیب پیل شوى دى . روښانفکري غورځنگ چې داستعمار سره په دوښمنۍ کې دټولو نوىو بدلونونو سرلښکر اوسالار و ۔ پر ځاى ده چې په دى برخه کى دمحمود طرزى له درانه شخصیت اوتدبيرونو څخه مدیون اوسو ۔
په افغانستان کى داسیایى استبداد په دوام چى نور دوخت امیر ( حبیب الله ) نه شول کړا ى له نړیوالو بدلونونو څخه سترگى پټى کړى نو دحبیبى ښوونځى یى جوړ کړ ۔ دحبیبى مکتب دایران ددارلفنون ( ۱۸۵۲ ) اوبیا دترکیى ددارالفنون (۱۸۴۵)په دوام پیل شو ۔
کله چى له همدغه ښوونځى نه دوطن دازادى دلارى مبارزانو سر راپورته کړ نو څه یى په زندانونو کى پریوتل اوڅه یى توپ ته وتړل شول ۔ احمد باید ددى یادونه هم کړى واى چى زموږ دوطن روښانفکران په لومړى لسیزه کې دمشروطه په لار کې «ترک مال وترک جان وترک سر»لومړى منزل باله ۔ دا لوبه هيڅکله پشتو بازي نه وه ٬ دا دسر لوبه وه اودسرلوبه هغه څوک کوي ۔ چې دخپل سر په بيه هم خبر وي ۔
ددغه دورې مبارزان ملى مبارزان و، ملى روښانفکران و، دهغوى نصب العین اوهدف ملى و، یعنى داستعمار ضد٬ دخپلواکۍ گټل٬ دمکتب اوفرهنگ بسیاینه اووده ۔ اوپه مجموع کى د مدرنیزم دبهیر چټکوالى ۔
دامانیه دورى له سقوط وروسته دروښانفکرانو دغه نسل هم دستر ناورین سره مخامخ شو ۔ امانیستان اویا دامان الله خان ددورې روښانفکر داستبداد دسترگو اغزى و ۔ ځکه خو یو یو یا چانوارى شول یا تبعید شول اویا په زندانونو کې واچول شول یوازي د يو مثال يادونه کوو: مولوي عبدالواسع په امانيه دوره کې دزياتو نظامنامو اوقوانينو په جوړولو کي ستر نقش درلود۔ مولوي عبدالواسع په ۱۳۰۸ کال کله چې اماني دولت سقوط کوي ۔ هغه دامان الله خان په پلوۍ فتوا صادروي ۔ هغه دوخت دحاکمانو له خوا نيول کيږي اوکابل ته راوړل کيږي ۔ په اصطلاح خادم دين رسولله ورته وايي : تا پر ما دکفر حکم کړي نو ځکه تا وژنم ۔ مولوي په لوړ غږ وايي چې استغفرالله ! زه په اهل قبله دکفر حکم نه کوم مگر ته خو قاطع الطريق يي ستا بايد لاس وپښه غوڅه شي ۔ هغه و چي دبچه سقاو په امر دکابل په سياه سنگ کې دوالي علي احمد خان سره يو ځاي په توپ کې والوزول شو ۔
خو هغه څه چې جلال ال احمد یى یادونه کوى هغه زموږ دروښانفکرو مبارزانو دریم یا څلورم نسل دى چې دخونړیو اوسختو استبدادى ضد مبارزو وروسته یى ددموکراسى ٬ ټولنیزى اواقتصادى ترقى ٬ ټولنيز عدالت ملى حاکمیت ٬ دخاورې تمامیت یووالي له پاره مبارزه کوله ۔
دمرحوم غبار په قول ( په ۱۹۵۱ کال کې ټولې جریدې منع شوې اوپه هغه پسې دگوندونو ټول مشران زندانونو ته ولاړل ۔ په ۱۹۵۳ کال کې شاه محمود خان استعفا وکړه اومحمد داودخان صدراعظم شو ۔ په دې ډول دروښانفکرانو دیموکراتیکه نسبي ازادي له څلورو کالو وروسته داستبداد له خوا سرکوب شوه اود۱۴ کالو له پاره یوه بله دردوونکى وقفه راغله ۔
ملي شخصیت براتعلى خان تاچ دهمدې دورې له مبارزانو څخه دى ۔ نوموړي په ترکیه کې عصرى زده کړه لیدلى وه اودامانى دور له ملي اوپه هیواد مینو روښانفکرانو سره یى ناسته ولاړه درلوده چې دوطن گوند له جوړولو وروسته یى خپل ټول ژوند دمرگ تر شیبو دافغانستان دخلکو دازادى٬ دموکراسى اوټولنیز عدالت په خاطر وقف کړ اوله لسو کاله زیاته موده یى په زندان کې تیره کړه ۔ ددې دورې روښانفکري جریانونه په عمده توگه په دې ډول و.
۱- ویښ زلمیان سره له دې چې دپښتنو روښانفکرانو اودیموکراسى غوښتونکو یوه پراخه کتله پکې راټوله وه په عمده توگه یو لړ اخلاقى اصول یى خپلو غړو ته داهدافو په توگه ټاکلى و ۔ په اهدافو کى ىى عمده ټکى دادى.
دمعارف تعمیم اوداذهانو تنویر ٬ ملى وحدت تقویه کول ٬ دپښتنو دیو والى له پاره کوښښ کول ٬ دپښتونستان جوړلو له پاره زیار ایستل ٬ دلوى افغانستان ټول اوسیدونکى یو شان گڼل اودقومى اوقبیلوى امتیازاتو اواختلافاتو پریښودل ٬ دټولو اقلیتونو دمشروع اوقانونى حقونو رعایت کول ۔ اوپه اتمه فقره کى په صراحت سره وایى : ددین اوملت اوخپل ملى حکومت سره مینه درلودل ۔ چې البته دوخت دحکومت يادونه يو مصلحتي مساله بريښي ۔ دا ديو اصلاح غوښتونکي جريان په توگه دپاکستان دجوړيدو په درشل کې رامنځ ته کېږي ۔ څرگنده خبره ده چې ديوه ملي اواستعماري ضد جريان په توگه دپښتنو دخود اراديت اودخپل سرنوشت په ټاکلو کي دهغوى داواز ويستلو نماينده گي هم کوي اوداد هغوى ملي اوهيوادني حق و ۔
سره له دى چې دویښو زلمیانو اهداف اصلاح غوښتونکي اوتر حده محافظه کارانه بریښى خو په دغه غورځنگ کى ځینى داسى کسان وو چى هيڅ کله يي داستبداد تحمل نه شو کولاى ۔ او سم دواره زندانونو ته ولاړ ل ۔ لوى استاد عبدالحى حبیبى چې ددې گوند رسمې غړي نه و دشاهي استبداد سره دمخالفت په وجه يي هیواد پریښود اوله هیواد څخه بهر ىى دافغانستان جمهوریت اعلان کړ ۔
له همدي جريان سره په موازاتو کي دمحصلينو اتحاديه يو بل جريان و چې ورته ديموکراتيکي غوښتني يي درلودي ۔ اودديموکراسۍ اوټولنيز عدالت له پاره يي مبارزه کوله ۔
۲-- خو دوطن گوند چې په ۱۹۵۰ کال کې دمیر غلام محمد غبار ٬سرور جویا ٬ صدیق فرهنگ ٬ فتح محمد خان میرزاد نورالحق خان هیرمند ٬براتعلى خان تاچ اوعبدالحى عزیز په مشرى جوړشو ۔ دمرام نامى له مخې دوخت دیموکراتیکو اړتیا وو ته سیاسى ځواب ورکوونکى و۔ ددې گوند په اهدافوکې اساسى ټکى عبارت دى له :
دافغانستان دخپلواکى اوخاورى دتمامیت ساتنه ۔ دهیواد په ټولو ټولنیزو برخو کى ددیموکراسۍ داصولو تعمیم ۔ په افغانستان کى دملى یووالى پیاوړتیا ٬ دمعارف په ترقې ٬عمومى حفظ الصحى اودافغانستان د عمومى اقتصاد په وده کى هڅه ٬ دټولنیز عدالت تامین اودعامه گټو اوحقوقو تامین ٬ دټولنیز فساد له منځه وړل اودټولې نړۍ دسولې ټینگښت ته درناوى ۔
دوطن گوند دمشرانو له ډلې فتح محمد خان میرزاد ٬ سرور خان جویا اوبراتعلى خان تاچ له لسو کالو زیاته موده په زندان کى تیره کړه ۔ اوبالاخره دغه گوند په ۱۳۳۵ کال منحل اعلان شو ۔
۳--دوطن دگوند اودویښ زلمیانو دنهضت سره په موازاتو کى بل گوند دخلق په نوم یادیده دداکتر عبدالرحمان محمودى په مشرى په ۱۳۲۹ یا ۱۹۵۰ کال کى جوړ شو ۔ ددى گوند په عمده اهدافو کى :
دموکراسى ٬ داسلام دمبین دین تبلیغ ٬ دموکراسى یعنى دخلکو حکومت دخلکو په وسیله۔ دازادى شورا او ازادو انتخاباتو ترسره کول ۔ ددرې گونو قواو تر منځ دعدالت تامین ٬ اجتماعى عدالت اودمحاکمو حقوق ٬ دخاورى دتمامیت اوناموس ساتنه ۔ دملى وحدت ساتنه او په کار کولو ټینگار ۔
ددى گوند دمرام په ۱۲ فقره کى ددموکراسۍ اودمشروطه پادشاهۍ اساساتو ته وفاداري اواسلام ته وفاداري خپله فریضه بولى اوددرې گونو قواو تر منځ دتعادل پر ساتنه باندى ټینگار کوى ۔
په دې ډول ويلې شو چې دتيري پيړۍ په نيمايي کې راپورته شوي دريم مشروطه غورځنگ ددرې څلورو عمده نماينده جريانو نو په ترڅ کې دديموکراسۍ ۔ دبيان دازادۍ دازادي رايي ۔ داقتصادي اوټولنيزي ترقۍ ټولنيزعدالت اوملي خپلواکۍ غوښتني جريان و ۔ ترننه هم دغه اهداف په خپل ځاى ژوندي دي ۔ سره له دې چې ځينو فکتورونو په کې رنگ بايللې ۔ خو ديموکراسي لا تراوسه هم ايډيال مضمون دى ۔ دجنگ ضد مبارزه ۔ دملي دولت تاسيس ٬ داداري فساد سره مبارزه ٬ دفکري تحجر پر ضد مبارزه لا تراوسه هم دملي غوښتنو اساسي مضمون دى ۔ دښوونې اوروزنې ٬ دملي فرهنگ وده ٬ دقومي اوژبني تبعيض ضد مبارزې اوس هم رنگ نه دي بايللي ۔
اوس لکه څنگه چې پوهیږو ارواښاد تاچ ددې نهضت چې ددموکراسئ دنهضت په نوم ىادیږى تاج اوشمله وه، هغه دمقاومت سمبول دازادۍ٬ ديموکراسۍ اومدرنيزم دلاري سالار اوتلپاتي يا جاودانه٬ روښانه اونه هیرىدونکى څىره وه ۔ دې له ارواښاد جوىا سره په زندان کې و۔ دهغه وخت دزندانونو په باب ډىر لږ څه ویل شوىدې یوازې یو اثر چې دهاشم زمانى له خوا دیادونو په توگه کښل شوى په وروستیو کې چاپ شوىدى ٬
ارواښاد جویا اوبابا عبدالعزیز کندهارى په دهمزنگ کې ځوانو بندىانو ته دفارسى ٬پښتو اوانگریزى ژبو درس ورکاوه ۔ چې یو مثال یى پخپله مرحوم زمانى صیب هم دى ۔
خو ارواښاد تاچ ددې دورې دنهضت پیاوړى مبارز و ۔ دوطن دگوند دمرکزي کمیټى یوه اساسى ستنه وه ۔
غبار لیکى : « تاچ ددغه غورځنگ یو ډیر با استقامته شخصیت و نوموړى دهیواد په ډیرو ناوړه شرایطو کې دنورو اگاه مبارزو روښانفکرانو په څیر داداري فساد پر ضد اودهیواد دترقۍ اوازادۍ په خاطر مبارزه کوله »
ارواښاد براتعلى دملى شورا داتمې دورې دټاکنو په مبارزو کې چې شاه محمود خان صدراعظم دوکیلانو په ټاکنو کى سیده لاس وهنه کوله د ۱۳۳۱کال د ثور په میاشت کى ستره مظاهره وشوه اوله همدى امله له مظاهرى وروسته تاچ اودهغه یاران زندانى شول ۔
دزندان په سختو کلونو کى دهغه ویلاړ ٬ دهغه عزم ٬ اونه تسلیمیدونکى روحیه دوطن خلکو ٬ازادى سره دمینى څرگندوى ده۔ په دهمزنگ کى دارواښاد تاچ زندانى ملگرى وایى : هغه څه چې په زندان کى برات على له نورو ډیرو کسانو برجسته ښوده دهغه سړه سینه ٬تحمل اوبى مثاله پایدارى وه ۔
دمرحوم شایان له خولى نقل شوىدى چې وایى :
«دزندان شکنجو هىڅکله هغه دخپلى انسانى لارى منحرف نه کړ ۔ هغه په زړورتیا سره په خپلو سیاسى عقایدو ټینگار کاوه دفشارونو شکنجو په اثر یى ټینگار لږ نه شو ۔ په هماغه اندازه چې دحاکمانوپه وړاندى نه ایلیدونکى اونه ماتیدونکى و په هماغه اندازه دخپلو دوستانو اوملگرو سره خواخوږى اوصمیمى اومهربانه و ۔ زندانیانو هغه کاکا باله اوهر وخت یى درناوى ورته کاوه ۔ »
زما دوست داکتر حمید روغ دخپل پلار مرحوم داکتر عبیدالله روغ له خولى وایى :
« تاچ زما دپلار ډیر نژدى دوست اوملگرى و ۔ هغه وایى چى زما پلار تل دوه ټکى دتاچ په اړوند تکرارول یو داچى ارواښاد تاچ په دې کلکه عقیده درلوده چې په هیواد کى دپښتون اوهزاره ترمنځ بیلوالى هیڅ واقعى بنسټ نه لرى ۔
بل ټکى دادى چې هغه هیواد اویا هغه ځواکونه چې په مذهبى لحاظ ځان دهزاره اولس دردمند بولى واقعیت نه لرى بلکى دایوه دسیسه ده ۔ هغه په دې باور و چې افغانستان دټولو اولسونو گډ کور دى په دې گډ کور کې باید جوړ شو اوپه گډه خاورى شو هغه واقعا يو روښانه اوځلانده ملي شخصيت و . »
فکر کوم بى ځایه به نه وى چې ددرانه شخصیت ارواښاد تاچ دیادونى په مناسبت مو دجلال ال احمد دا خبره روښانه کړى وى چې په افغانستان کى دروښانفکرانو اواز دهندوکش دلوړو په پرتله سوړ نه بلکي دزردشت له اورتونه يي الهام اخيستې اونوى یى نه دى پیل کړى ۔ ٬ بلکى دافغانانوهره کارروايي دپرديو سره دمبارزو په ترڅ کې پخوالي ته رسيدلي ده ۔ موږ په ټولو کارنامو کې که له چا مشران نه یو کشران هم نه یو ۔ تاچ زموږ دملى یوالى تاج اوشمله ده ۔
ستا د ښایست ګلونه ډیر دی
زولۍ مې تنګه زه به کوم یو پکی وړمه
روح دې ښاد وى ۔
اکبر کر گر فبروري ۲۴ -- ۲۰۰۶ کال
دافغانستان ددې دورې روښانفکران ۔ اومدرنیزم
بى ځایه به نه وى که ووایو چى دافغانستان ددموکراسى ددورى روښانفکران دلومړیو مشروطه غوښتونکو اودویمو مشروطه غوښتونکو دمبارزو اصیل وارثان دى ۔
دتیرو مشروطه غوښتونکو دلارى صادق پلویان
ددوى موخى اوهدفونه
دالاحمد یادونه دهغه ناخبرى
دتاج براتعلى نقش اواغیزه
دیموکراسي
دخاورى تماميت
ملى خپلواکى
ازادى
ترقى اومدرنیزم
اوداستبداد پر ضد مبارزه
دحمید روغ یادونه دهغه دپلار له خولى

ادامه---->


بازگشت به صفحه نخست