د ارواح ښاد برات علی تاچ
د زیږیدنې پنځه نوي یمه کالیزه
په تاریخ کې د یوي مثبتي پدیدي په توګه زړور او با شهامته انسانان خپل خاص ځاي لري. ځکه داسي انسانانو د یو ملت په راویښولو کې تل هوښیار، اوچت او مهم رول لوبولی دی. زموږ په هیواد کې ارواح ښاد تاچ او د مشروطیت د نهضت نورو اتلانو د خپلو ځانونو په سپرکولو داسي کارنامه وکړه چې اوس موږ په ډیر ویاړ د هغوي تل پاتې خاطري او خدمتونه یادو او هغوي ته د قدر په سترګو ګورو.
ارواح ښاد برات علی تاچ یو داسي مبارز شخصیت و چې هغه د وخت د حاکمانو پر خلاف ناره اوچته کړه او دایې ثابته کړه چې افغانان اماده نه دي د مطلق العنان واکمنانو د مکر په پرده کې حاکمیت ته سر ټیټ کړي او هغه نارو سورو ته غاړه کښیږدی چې افغانستان، افغانانو او وروڼو قومونو ته د خدمت کولو په پلمه سر شوي وي. د هغه هیله دا وه، افغانستان د ټولو اوسیدونکو قومونو ګډ کور وي او د دي قومونو هر وګړی د دې تاریخي خاوري په ابادولو کې د خپل استعداد او توان په اندازه وطنپالونکي برخه واخلي. د ارواح ښاد د علمي شخصیت څخه دا پته لګیږي چې هغه دا پوهه درلودله او دایې احساس کړي وه چې د افغانستان د عامو خلکو ژوند په هغو طریقو او چلندونو نه ښه کیږي چې د واکمنانو له خوا تر دې دمه په کار اچول شوي وي. له دې امله هغه د واکمنانو د تعقیب تر فوکس لاندي راغلو او د زندان په تورو تیارو کې یې د عمر هغه لحظې چې د خوارو او در په در خلکو د پاره یې په هغه زمانې مقطع کې ډیر څه کولی شول، تېري کړي. هغه په ناځوانۍ په شهادت ورسول شو.
زه په داسي حال کې چې د ارواح ښاد برات علی تاچ ژوند او وطنپالونکي هاند سخت اغیزمن کړی یم، هیله کوم چې افغانان باید د خپلي تاریخې غنا د پاره د ارواح ښاد په څېر مبارز او خېراندیش وطنپرستان لا وځلوي او د افغانستان د ابادۍ او نیکمرغۍ د لاري د مشعل په توګه د راتلونکي نسل مخه رڼا کړي.
په درناوي - ډکتور ټینګار
فرانکفورت – جرمنی
فبروری – ۲۰۰۶ م