دافغانستان ديوه هيرشوې سياسي مبارز او کابل پوهنتون دپخواني استاد مرحوم
برات علي تاچ ديادغونډي په مناسبت پيغام
حمزۀ خير دۍ که زاړه مي قدرنه کا
په دا شکر مستقبل مي دزلمو دی
په لندن کښي دافغانستان ديوه هيرشوې سياسي مبازر شخصيت او دکابل پوهنتون پخواني استاد مرحوم برات علي تاچ په ياد غونډي جوړونکو ،دقلم او حق دڅښتن په رحمتونو کې پټ اوزموږ دهيواد زورېدلو خلکو ته دچوپړ په چارو کښي بريالي اوسۍ
دهغو شخصيتونو په باره کښي کوم چې دخپل خواږه ژوند په قيمت يې دهيواد لپاره دخپل توان او امکاناتو په لرلو سره نه هېرېدونکې کارونه او خدمتونه سرته رسولي ، په ياد دغونډي دجوړونکودغه تکل ته، دهيواد ديوه خادم اود هغو شخصيتونوچې مړه شوېدي ولې هيرېدنکی نه دي دسخت علاقمند په توگه دقدر په سترگه گورم اودرناوۍ يې کوم . ددغه شان ياد غونډوپه جوړيدو سره زموږ ليکوال او تاريخ څيړونکې دا امکان تر لاسه کوې تر څو دهغو شخصيتونو په باره کښي کوم چې دزمان سياسي سړو بادويې دياد گلان مړاوې ساتلي ،علمي او تحقيقاتي مقالي وليکې ،دداډول شخصيتونو په هکله پټ شوې رښتيا زموږ ځوان نسل ته په گوته کړې .
پدي پوره باورلرم چې د ارواښاد برات علي تاچ دياد غونډي برخه وال ليکوال اودقلم خاندان به دهغه دژوند دهغو اړخونو دروښانه کولو په برخه کې په زړه پورې معلومات ددې درنې غونډې برخوالو ته وړاندي کړې کوم چې تر اوسه نه و سپړل شوې .
په هر حال ديو افغان په څير ځان مکلف گڼم په هيواد کښي ددموکراسۍ او ټولنيزعدالت دسر سخت پلوي په اړوند ددې لپاره چې حق يې پر ځاي او درناوۍ يې شوۍ وي څو ټکې وليکم .
خداي بخښلۍ برات علي تاچ چې په(( 1293 )) لمريزکال دمرکزي افغانستان دغيرتي هزاره مليت په يوه غريبه کورنې کښي دنياته سترگې روڼي کړي وې ،له بدمرغه دهغه دولتي سفرنه چې دډاکتر يوسف دصدارت په دوران کښي دملگرو ملتو دسازمان دپرمختيايي پروگرام له هيئت سره دعلمي او تحقيقاتي څيړنو لپاره هزارجات ته ولاړ دوباره ژوندۍ راستون نشو ؛او د ((1342))لمريزکال دزمرې دمياشتې په څلورمه ورځ پخپل پلرنې ټاټوبې کښي ناببره په مرموزه توگه يې له ژوند او فانې دنيا سره دابد لپاره وداع وکړه. روح دې ښاداو جنتونه دې نصيب وې .
ارواښاد تاچ لکه بل هر زحمتکښ افغان دتعليم او تحصيل کولو دپلاس ورغلې امکان څخه په پراخه پيمانه استفاده وکړه ،دهغه لياقت له مخې چې په تعليمي دوره کې يې ښکاره کړ په (( 1307 )) لمريزکال ترکې ته دلومړنيو سل تنه افغان زلمو دليږلو په جمله کې ولېږل شو؛ دغه وخت دې هوښيار زلمې ته دزده کړو او عالي تحصيلاتو دتر لاسه کولوامکانات پلاس ورغلل او ددغو امکاناتو څخه يې په پراخه پيمانه گټه پورته کړه ،په ترکيه کښي يې دحقو قواوسياسي علومو فاکولته ولوستل . ښاغلي تاچ په ترکيه کښي دتحصيل په دوران کښې دنورووطنپرسته افغان شاه زلمو سره يوځاي په هغه اونيزه کښي چې د((فغان افغان ))په نامه خپرېده دهيواد دسياسي او ټولنز حالت ،اقتصادې ناخوالو په اړوند ليکني کولې او هغه يې پدغه اونيزه کې خپرولې .
دتحصيل تر پاي ته رسېدو وروسته هيواد ته راستون شواو دکابل په پوهنتون دحقوقو سياسي علومواو اقتصاد په فاکولته کښي داستاد په توگه دنده سرته رسول شروع کړه ،داستادۍ دامکاناتو څخه په پراخه گټي اخيستنې سره يې دځوان نسل دافکارو په روښانه کولو،او بيا په راوروسته کې دافغانستان دنوروسياسي شخصيتو سره دوطن گوند دجوړيد او دملي شورا(( اومي )) دوري ته ددغه گوند د استازو په لېږلوکې نه هيږېدونکې کارونه سرته رسولې دې .
هغه دکابل ښاروالۍ ددمجلس او انجمن غړيتوب دکابل دښار دزحمتکښانو په مټ تر لاسه کړ . او دوطن گوند دمشرتابه دغړې په توگه يې ددې گوند داهدافو ترسره کولو په خاطر د((وطن ))جريدې قلمې همکارپاته شو، ددغي جريدې دپاڼو له لاري يې په هيوادکښي دظلم ، ټولنيزو ناخوالو او بې عدالتيو پر خلاف دمبارزي بيرغ اوچت و ساته .کله چي يې دسردارشاه محمودخان دصدارت په دوران کښي ملې شورا ((اتمې )) دورې ته دوطن گوند داستازو دلېږلو لپاره مبارزه کوله د ((1331 ))لمريزکال دثورپه مياشت کې تر مظاهرې وروسته په نيمه شپه دوخت دجبارانو لخوا له کوره ويستل شو او لس کاله دکابل ددهمزنگ دزندان په توروديوالوکې وستاتل شو ،پدغه وحشي زندان کښې د قلم رنگ وچ نشواونه هم دکاغذ په قيلت اخته شو، په هر ډول چې کېده قلم او کاغذ يې ځانته پيداکاوه او دکاغذ پر مخ يې دخپل کړېدلې ولس رنځونه ،دردونه ،غوشتنې او گوت نيونې انځورولې ،ددغو زندانې انځورونو څو ليکنې په (( 1341-1342 ))لمريزو کلونو کښي دوخت دمالي دوزارت په نشراتې ارگان((پته)) کې خپاره او نوري يې تر اوسه لاورکي دې .
مرحوم برات علي تاچ يوله هغو پوهانو او سياسي شخصيتونو څخه دی چې پدغه ټوله دوره کښي چې کله ورته ددموکراسۍ اوکله تر دموکراسۍ لاهم پورته دټولنيزعدالت دوران ويل کيده ، چايې نوم پر خوله نه دۍ اخيستۍ . له بده مرغه اوس که زموږ په هيوادکښې دلومړي ، دوهم او دريم مشروطه غوښتونکودنهضت اوياپه هيواد کښي دسياسي چپ دموکراتيک نهضت پر بنسټ ايښودونکو اوهغولومړنيو شخصيتونوپه اړوند بحث کيږې کوم چې دهغوي دعلمي او سياسي زيار او سرښندنوپه برکت په راوروسته کې چپ او دموکراتيک نهضت غښتلۍ شو اويا په هيواد کښي نيم بنده اوښتون رامنځ ته شو، دپاچا دمطلق واک او صلاحيت ځاي قانون اوپارلمان ته ورسيد ،تنهادهغه چانومونه تر هرچازيات اخيستل کيږې کوم چي په ډول دډولونو درباته نږدې وه ؛ولې دهغوچي هيڅ ډول سياسي او اقتصادې امکانات يي نه لرل نومونه داسې هير شوه چې په يقين سره ويلاي شم زموږ ځوان نسل دخپل هيواد دسياسي او علمي شخصيتونو دژوند ليک او چوپړ څخه تر اوسه دهيواد دتاريخ ددښمنانو دخوشحاله کولو په خاطربې خبرې پاته شويدې .
ددې لپاره چې دا ملي جفانوره هم دوام پيدا نکړې ، وړانديز مې دادۍ دهر هغه شخصيت چې په هر قوم او ټبر پورې تړلۍ وي په اړوند کوم چې دژوندکارنامې او هاندونه يې زموږ په هيواد کې دافغان ولس دښيرازۍ ،ملي يووالي دټينگښت ،علمي او فرهنگې پر مختگ لپاره مرسته کړې وي، دڅېړنيزو اوتحقيقاتي مقالو په ليکلو، علمې سمينارو او غونډو په جوړولوسره نه يوازي دا چې دهغوي درناوۍ وشې بلکه هغوي ځوان نسل ته ور وپېړندل شي .
زه يوځل بيا تاسو ښاغلو، ددې درنې غونډي برخه والو او هر هغه افغان ته چې دخپل هيواد تاريخ راسپړې او دهيروشووعلمي ،سياسي شخصيتونو په ياد غونډې جوړوي او اثار يې چاپوې دلوي څښتن له دربارڅخه دلازياتو برياليتوبونو هيله کوم
پدرنښت
حبيب اله غمخور په سويډن کې ددوستۍ فرهنگي ټولني مشر
ادامه---->