تجلیل از نود و پنجمین سال تولد شخصیت برجسته دموکرات ومشروطه خواه افغانستان شاد روان برات علی تاچ


د ښادروان ښاغلي برات علی تاچ د ۹۵ کالیزې د یاد په هکله

ښاغلي برات علی تاچ د کال ۱۲۸۹ کې زیږیدلی. ښاغلی تاچ د افغانستان په یوه لیرې پرته سیمه کې دې دنیا ته راغلی . د ده پلار هغه وخت وفات شو چې دی د ۵ کلونو وو. دی کابل ته د خپل ماما خواته راغلو چې هلته درس ولولي. د ده ماما هلته نانوایي کوله. ښاغلي برات علی تاچ په کابل کې خپلې زده کړې پیل کړی او په ۱۳۰۷ هجری شمسی کال کې د تحصیل له پاره د ترکیې هیواد ته واستول شو.
ښاغلي تاچ د وړکتوب څخه چې په یوه غریبه فقیره کورنۍ پوری منسوب انسان وو او د پلار څخه یتیم پاتې وو، کله چې ترکیې ته ولار او هلته د حقوقو او سیاسي علومو په ښوونځي کې شامل شو او هلته خپل عالي تحصیلات سرته ورسول او د دوهمې جګړې په پیل کې خپل پلارني هیواد ته راستون شو او په کابل کې د سیاسي علومو، بودجي او اقتصاد استاذ په حیث مقرر شو.
استاذ تاچ خپلو شاګردانو ته د درس ترڅنګ په افغانستان کۍ د ویجاړ اقتصاد، نامتوازنې بودجې، وروسته پاتې والي، غلا، چور، چپاول او نورو بې عدالتیو او مفاسدو پر ضد لارې چارې ور په ګوته کولې او همدارنګه یې زده کوونکو ته ښوول چې دا بودجه ټوله د دربار په جیبو کې لویږي او د ملت په درد نه خوري. د دې چارې د مخنیوي له پاره باید حزب جوړ شي او باید د شورا د لاری مخه ونیول شي.
استاذ تاچ د ښاروالۍ په انتخاباتو کې ځان کاندید کړ او د کابل ښاروالۍ د انجمن د غړی په توګه استازیتوب تر لاسه کړ.
استاذ تاچ د خپلی سیاسي مبارزې په لړ کې د جمعیت وطن په حزب کې د موسسینو او ډیر فعال مبارز وو. ده د شورا په اتمه دوره کې په انتخاباتی مبارزه کې سره له یو شمیر نورو انډیوالانو د حاکم رژیم له خوا ونیول شو او پوره لس کاله د کابل په زندان کې د خپلو نورو همسنګرانو سره د وطن د ازادۍ، ترقۍ او دیموکراسۍ په خاطر تیر کړل. د ده یو شمیر ملګري په زندان کې مړه شول، ده به په زندان کې خپلو دوستانو او انډیوالانو ته ویل چې: "کله انسان د خلکو د خدمت په لاره کې قدم کیږدې تر اخره باید ثابت او خپلې مبارزې ته دوام ورکړي." وایې چې تاچ په زندان کې هیڅکله مشکلات، کوټه قلفي او سختیو ته تسلیم نه شو. دی ډیر مهربان او د قوی زړه خاوند و. نورو زندانیانو به ده ته کاکا ویل.
استاذ تاچ به همیشه د خپل هیواد د اقتصادي حالت د ښه والي له پاره فکر کاوه او د نورو ملګرو سره به یې په دې هکله بحث کولو. څرنګه چې په زندان کې کاغذ او قلم نه پیدا کیدو، نو یې یو عسکر ته ګپ ورکړ او د هغه څخه یې پنسل او کاغذ تر لاسه کړ. په زندان کې ده یو اثر ولیکل.
استاذ برات علی تاچ وروسته په ۱۳۴۲ کال کې د زهرو په واسطه مسموم شو او له دې فاني دنیا څخه یې سترګې پټې کړي.
استاذ برات علی تاچ د افغانستان د یو وتلي مبارز په توګه د مرګ تر پولې پورې د خپل وطن د ابادۍ له پاره مبارزه کړې او همیشه یې د وطن دښمنان رسوا کړي او د ټولنې اګاه او په وطن مینو ځوانانو ته یې هغه لارې چارې ورښودلي چې د دې وطن د ترقۍ او ابادۍ سبب ګرځیدلي، اما په تاسف سره د برات علی تاچ په شان نورو په وطن مین مبارزان همیشه د توطیو او دسیسو قرباني شوي. د افغانستان خلک به په افغانستان کې د دا ډول ملي مبارزینو کارنامی هیرې نه کړي. او همیشه به د دوی لار تعقیبوي.
زه د استاد برات علی تاچ او د ده په شان نورو مبارزینو کارنامې ستایم او همیشه به د دوی د لارې د مشعل د بل ساتلو لپاره کار او هاند کوم.
د دوی روح دې ښاد وي.

محمد آقا شیرزاد- سویدن-مالمو


بازگشت به صفحه نخست