تجلیل از نود و پنجمین سال تولد شخصیت برجسته دموکرات ومشروطه خواه افغانستان شاد روان برات علی تاچ


د ښادروان برات علي تاچ د زيږیدو د ۹۵مې كليزي په مناسبت غونډي ته د پيام ملي خپروني د كاركونكو پيغام

د پيام ملي د خپروني خبر تر لاسه كړی چې د لندن په ښار كې د ښادروان برات علي تاچ د زيږيدو د ۹۵ مې كليزي په وياړ غونډه جوړيدونكي ده. د خپروني كاركونكي او لوستونكي د هيواد د مشروطيت د نهضت د دورو د يو وتلي مبارز د كار, مبارزي او تفكر د څیړنو او هغوي ته د قدر وركولو رابلل شوي غونډه د هيواد د تاريخ د سياسي ډګر د ځلاندو او بلو ډيوو د ساتلو او لا پاللو يوه پر ځاي هڅه او د راتلونكي افغان نسل د وطنپالونكي روزني يوه په زړه پوري نمونه ګڼي.
ښادروان برات علی تاچ سیاسی متفکر، د استبداد، یکه تازۍ او قبیلوي مناسباتو، چې د هغوي له اغیزو افغانستان د منځنیو پېړیو د شرایطو په تورو منګولو کې ساتل شوی و، پرخلاف د مبارزي اتل یادیږي . هغه په مشروطیت، دموکر اسۍ، ترقۍ، استقلال او د یو غوړیدلي او په خپلو پښو ولاړ افغانستان (چې په هغه کې وروڼه قومونه برابر حقوق او دندي ولري) په ظهور عقیده درلوده. هغه د هېواد په ډېرو ستونزمنو او تیارو شرایطو کې لوړي زده کړي تر سره کړي وي او هڅه یې کوله د افغانستان د ځوان نسل د ښووني او روزني اسباب او وسایل تیار کړي. د دې په څنګ کې هغه په زړورتیا او هوښیارۍ ځوان نسل هڅاوه چې د قبیلوي او طوایفی مناسباتو او مطلق العنان حاکمیتونو څخه د مشروطیت، دموکراسۍ، د وطن د اقتصادی- سیاسيا کلتوري او فرهنګي ښیرازۍ په لور د انساني او افغاني مزل ګزار پیل او هغه په میړانه بشپړ کړي.
د پیام ملي خپروني کارکونکی عقیده لري، دا ډول ناستې به د افغانستان د علمي- سیاسي ډګر د هغو ورکي شوي مرغلرو په راپیدا کولو کې مرسته وکړي چې د هېواد والو د انظارو څخه لیري په مړو ایرو کې پرتې دي. ارواښاد تاچ او د وطن نور نومیالي، علمي – سیاسي شخصیتونه په خپل وار د پوهي، محبت، اخوت او وطنپالني هغه بیلګي دي چې د هغوي په برجسته کولو له یوي خوا زموږ د خلکو تاریخ مشخص کیږي او له بلي خوا راتلونکي نسلونه د خپل کار او مبارزي د الهام سرشاره سرچینې د هغوي په فعالیتونو کې لټولی شي. د افغانانو دښمنان تور لګوي چې افغانان ګوا کې یوازي جګړه کولی شي. لیکن خبره اسي نه ده. د تاچ په شان د لوړ صفته افغانانو د شخصیت راسپړنې به وکولی شي، زموږ دا ادعا ثابته کړي چې د افغانستان خلک د توري او قلم مینه وال دي، یانې ارواښاد تاچ یې د زرګونو علمي، ادبي او سیاسي شخصیت لرونکو افغانانو داوږدو لیکو یو نه ستړی کیدونکی لاروی و.
موږ لوي خداي (ج) ته لاس په دوعا دریږو چې د هغه روح ښاد وساتې او د هغه فضیلت د تاچ پر کورنۍ، علم پروره او وطنپالونکو افغانانو و وروي.
په درناوي
كابل – افغانستان
کب - ۱۳۸۴


بازگشت به صفحه نخست