اقتباس و نگارش از : عزیز پاییز
مادر بت ها بت نفس شما است
(مولوی)
حرص
حرص چون خورشید را پنهان کند
چه عجب بر پشت گر برهان کند
از طمع بیزار شو چون راستان
تا نهی پا بر سر آن آستان
اولین داستان دفتر سوم مثنوی می گوید: جماعتی رهگذر به جایی می روند، شخص "بصیر" به آن ها می رسد و می گوید در راهی که به آنجا می رویید یعنی در طریق زندگی پیل بچه گانی خفته اند، مبادا حرص و گرسنگی بر شما چیره شود و آنها را بخورید. از خوردن گوشت پیل بچه گان برحذر باشید که این کار به هلاکت شما خواهد انجامید.
رهگذران زندگی که اسیر آزمندی هستند اعتنایی به پند ناصح نمی کنند و پیل بچه یی را کباب کرده و می خورند. جز یکی از آنها.
ناگهان دیدند سوی جاده ای
پور پیلی فربهی نوزاده ای
اندر افتادند چون گرگان مست
پاک خوردندش فروشستند دست
"فیل فربه" نمایندۀ طعمه های فریبنده زندگی است. طعمه هایی که انسان را می گیرند و در مستی و کوری و غفلت فرو می برند و خوی گرگان به او می دهند. ناصحی که ما رهگذران طماع را از آلودن خود به پیل بچه گان که یک حرکت ناروا و تباه کننده است برحذر می دارد، عقل است آنچه که باعث حیات و تغذیۀ این اژدهای درونی می شود و نمی گذارد که فریاد عقل به گوش جان ما برسد و دست از تغذیۀ آن برداریم، آزمندی شدید است. عادت به آزمندی موجب می شود که هنگام انجام هر عمل مصلحت خودرا از یاد ببریم و کاری کنیم که حرام و ناروا است. کاری که به تباهی و هلاکت ما می انجامد.
حرص غالب بود و زر چون جان شده
نعرۀ عقل آن زمان پنهان شده
- بخش کوتاهی از نوشته زیر عنوان حرص، منتشره در کتاب "رهایی"
امان الله سیلاب
د مزدور ترانه
ښكلى جانان مې ته يې ته
د زړه ارمان دې زه يم زه
په يو بل ګران يو زه او ته
وخت او زمان تيز دى روان
لاړو بشر مخ په آسمان
دا ګران وطن روح مو دتن
ډير دى په مونږ حق د وطن
تش پوهيدل تش غږيدل
دا مسيدل دا خنديدل
راځه چې ځو كارته ورځو
كار كوو خپل وار ته ورځو
ښكلى جانان مې ته يې ته
ډير ګړندى ځي دا كاروان
ځه چې پوره كړو دا ارمان
زار يې له ګر مشك ريختن
فرض يې خدمت دى په هر تن
نه دي تر منزل رسېدل
كله دي د ژوند سميدل
هغه مزدور يارته ورځو
كارته ورځو كارته ورځو
د زړه ارمان دې زه يم زه
په يو بل ګران يو زه او ته
كابل – نوى ښار
اکبری
جستجو
خسته های جستجوی من ،
پوچ برآمدند .
بدروغ فریاد می کشیدند ،
که درختان کابل سبز شده اند !
همه جا :
ترک ترک ،
شیار شیار ...
کوه ها نگران تر از دیروز
شهر خاک آلود
و مردمان تشنۀ آرامش را به تماشا گرفته اند .
همه جا :
دکان !
مشتریان مشتاق صف کشیده اند .
دردا بر مشتری ها !
زیرا هر چی ترازو سر خشک می فروشند !
علي ګل پیوند
د ډونډونکي سپوږمۍ
د خیال ورکه پسې سروم
څه په وینو څه په مینو
ګورم څه د غره لمنه
پې پرته اوږۍ د سپینو
د ډنډوکي په سر ناست وم
غوړولي مې خیالونه
ورانومه جوړومه
سپینو وریځو کې نومونه
یوه نرۍ شانې بریښنا شوه
راتې وچېچل غاښونه
د باران څاڅکو مې وران کړه
د مودې مودې خوبونه
پوهاند زیار
د مزدا پرلورې لاره
کښم په شپه کې د سبا پرلورې لاره
د سپیدو د ځلیدا پرلورې لاره
که راچورلم تر خپل ځان بړبوکۍ وزمه
لنډوم خو د بېدیا پرلورې لاره
دا سرود وچوشاړو شنو خوبونه
بیا هم څارم د زرغا پرلورې لاره
مرور خیال یې یو وخت ګوندې په تیر کې
راکږه کړي بیا زما پرلورې لاره
له ټګۍ برګۍ او دروهو، دروغوا خوا
چاو نه کښه د رښتیا پرلورې لاره
له تور مخو بوږنوړو واټنونو
هسې باسم د ښکلا پرلورې لاره
کښم په زړه کې د دې تورو ګورووریځو
د ځلا او برېښنا پرلورې لاره
پرېولل بویه د یزید، شمر په وینو
د ټولوژلې کربلا پرلورې لاره
جوړ مرغه د اورووینو د توپان یم
چې نغاړم د ژغور، سما پرلورې لاره
د خپل سر په بیه ما پرمخ اخیستې
د بري، سوبې ، بریا پرلورې لاره
جار واته مې ترې د مرګ ترپولې نه شي
چې مې نغښتې د رڼا پرلورې لاره
روان تخت د سلیمان به څه ارمانم
لکه لمر کړم د سبا پرلورې لاره
ما امرلې يې د مینې په تړون کې
له دایوانه ، د مزدا پرلورې لاره
شاه بی بی «ناله»
آهنگ وطن
هميشه خاطر من زنگ دارد
فلک با من هميشه جنگ دارد
چو پروانه که سوی گل کشد پر
دلم سوی وطن آهنگ دارد
بنازم گوشهء دامان مادر
که بر من عزت اورنگ دارد
بسی عمرست دورم از وصالش
جدايی ها دلم را تنگ دارد
ز خون ديدگان من مپرسيد
که آب ديده ء من رنگ دارد
فغان دارم ز دست نارسايم
فغان دارم که ره ها سنگ دارد
ولی يادش بود در تار و پودم
خيالش در دل من چنگ دارد
به حسرت خو نموده قلب «ناله»
نمی دانی به شيشه سنگ دارد
سید عبدالوهاب
نه شاعر نه زه ادیب یم
دی بازار کې زه غریب یم
که څه هم په دغه باغ کې
د ښایستو ګلو طالب یم
شاعری دعوه ره نکړم
دی مقام څه بې نصیب یم
ګاهی زه که اشعار وایم
خوږمن زړه سره قریب یم
شاعری ښایسته دنیا کې
زه بی نظمه بی ترتیب یم
ګوډ و ړوند په دغه لار زه
ډیر محتاج د یو طبیب یم
* * *
چې دی ښکلی محبوبا په غیږ پرته وی
پر نازکو تیو ستا سینه پسته وی
خوږی شونډی یې د ژوندون درکړی
درسته شپه د نازونیاز خوږه کیسه وی
د جنت سره سیالی په هغه شپه کړی
چې د وصل په شراب پیاله خشته وی
- د کلن ښار- جرمنی
م. ا. مسرور نجيمی
مخمس بر غزل کعبهء وطن
باقی جان شاعر نابينا
خوش است شب همه شب، قصۀ دراز کنیم
میان میکده بنشسته ، میِ نیاز کنیم
سحر به پای و دمِ صبح چشم باز کنیم
"بیا که داخل میخانه مشقِ راز کنیم"
"کنارِ خٌم بنشینیم و شب نماز کنیم"
سخن شناس و سخندان و میکشان گوییم
رَموٌزِ راز سخن را میان دل جوییم
ز قلب ساغرِ می شاد مستیی پوییم
"غبار صومعه روبیم ، پای مٌغ شوییم"
" به روی ساقیِ گلچهره ، دیده باز کنیم"
سبو به دوش و صراحی به دست و مستانه
گرفته ساقی ِ زیباییِ ، دلرایانه
به پیش پیر مغان مست و بیش رندانه
" شویم همدم جام و انیس پیمانه "
" سرود میکده خوانیم و ذکرِ ساز کنیم "
میان میکده جمعی سرور ، پیر و جوان
به پای خٌم بنشستند ، هر یکی شادان
وفا به عهد ببستند ، بهر این پیمان
"رفیق باده پرستان شویم و دردکشان"
"ز زهد و طاعت خشکیده احتراز کنیم"
شکوۀ صولتِ آزادگان با شوکت
خوش است ، دید پیاپی ستایش و عزت
برابری و مساوات و صاحب شهرت
" کشیم بار محبت به ناقۀ وحدت "
"از ین نشیب سفر جانب فراز کنیم "
جهان کشیده، به پهنای عشق وامق را
دلیل شهرت و نام و ثبات واثق را
گرفته معنیِ رمزِ کلام شایق را
" طوافِ کعبۀ دل مطلب است عاشق را"
"به دورِ سنگ سیه از چه رو نیاز کنیم؟"
دهیم دست تعهد در انجمن باقی !
ضمیر پاک ، در امیال ما و من باقی !
به جا بمانده ، نویسیم این سخن باقی!
"شویم مٌعتکِفِ کعبۀ وطن باقی ! "
"چه حاجت است که پرواز، در حجاز کنیم؟"
ندیمِ وحدت و پیکار بیشتر گردیم
شهیر عزم و تنومند بهتر گردیم
خدیو جنبش پیگیر ، نامور گردیم
" غلام حضرتِ آزادیِ بشر گردیم "
" فراز تخت عدالت رویم و ناز کنیم "
-گوتینگتن آلمان-
شروع ۳ فبروری ۲۰۰۵
ختم ۷ فبروری فبروی ۲۰۰۵
د ژوند پيغام
خيال كې مې بيا نوې نندارې ښكاري
اخ دا خو د ژوند مظاهرې ښكاري
رنګ د تحول كړه كائنات بدل
خدايږو بڼ كې نوې مشورې ښكاري
دشت بيا دلاله په وينو رنګ شولو
خدايه دا د چا د زړه قطرې ښكاري
ناز او تبسم مې د غوټۍ وليد
ژوند يې ماته ټوكې مسخرې ښكاري
دا چې مې د زړه د وينو رنګ نه دى
وايه! په څه ستا منګولې سرې ښكاري
خدايږو حريفان به بيا نېشه كاندې
داسې كه زما مېنې سپيرې ښكاري
څومره چې دې زلفې سلسلې لري
هومره ولولې زما اسرې ښكاري
خيال كې چې بجلۍ د فكر بله كړم
ژوند مې لانيمګړى يو په درې ښكاري
كاشكې تحول سره بدل شمه
ګوندې را په سرخاورې ايرې ښكاري
پاڅيږه سيلابه حركت وكړه
بيا ترو تازه شاړې مېرې ښکاري